د ملي تدارکاتو انسټیټوټ


د ملي تدارکاتو انسټیټوټ لیدلوری:

د ملي تدارکاتو انسټیټوټ ژمن دی ترڅو د تدارکاتي ادارو او تدارکاتي پړاوونو کې ښکېلو خواوو یا تدارکاتي چارو کې بوخت کسانو ته افغانستان کې د مسلکي کولو لپاره یو مخکښ مرکز وګرځي.

د ملي تدارکاتو انسټیټوټ ماموریت:

د ملي تدارکاتو انسټیټوټ ماموریت د افغانستان اسلامي امارت ټاکل شویو لمړنیو موخو ته د رسېدو لپاره عامه سکتور، خصوصي سکتور او د نوي نسل مسلکي کارکونکو ته د علمي او روزنیزو برنامو په لاره اچولو او تدارکاتو کې بوختو کادرونو ته د مسلکي تصدیقپاڼو ورکول دي.

د ملي تدارکاتو انسټیټوټ موخه:

د ملي تدارکاتو انسټیټوټ په ټول افغانستان کی د تدارکاتو د زده کړو کلتور د ودې غوښتونکئ دی، ترڅو یو سیالیز سوداګریز چاپیریال رامنځه ته کړي چې د یوی هوسا ټولني د څلور رکنونو: تل پاتې اقتصاد، رغنده عامه خدمتونه وړاندی کول، د فساد څخه پاک چاپیریال او د پلانونو پروخت پلي کولو کې د دولت په وړتیا د عوامو ډاډ ترلاسته کولو په بنسټ ولاړ وي.

ستراتیژیکي موخې:

    • د عامه تدارکاتو اغیزمنه روزنه وړاندی کول
    • د شته بشري سرچینو څخه غوره ګټه اخیستنه
    • وړ مسلکي تدارکاتي کادرونه روزل
    • دوامداره مسلکی پراختیا
    • شهرت او اعتبار لاسته راوړل

د ملي تدارکاتو انسټیټوټ ارزښتونه:

    • د تدارکاتو مسلکي کول
    • په درسی برنامو کی جدیت او تصدیق
    • غوره روزنه
    • د قوانینو او احکامو ته درنښت
    • په کاري چاپیریال کې ریښتینولی
    • مسلکي ژمنتیا او حساب ورکونه
    • د ټولنې ښکیلول او رهبري
    • په ډلیزه ټوګه کار

تاسې کولی شئ پورته مالومات په بشپړ توګه له دې ځای نه ښکته کړئ:

سرټکي تفصیل ډانلوډ PDF ډانلوډ DOC
ددی صفحی محتویات په پښتو ژباړه کی تراوس محاله موجود ندی.