د دوه تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په تړاو روزنه ورکړل شوه

کابل: د ۱۴۰۲ کال د مرغومي (جدي) میاشتې په نهمه او لسمه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست اړوند د برېښنايي تدارکاتو سېسټم کارکوونکو د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تدارکاتي برخې کارکوونکو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم کې د کارولو د حسابونو (User Account) د څرنګوالي په تړاو پر آنلاین بڼه روزنه ورکړه. په دې پرلیکه روزنه کې د یادو ادارو کارکوونکو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) اړوند د افغانستان د تدارکاتي پلان د مدیریت سېسټم (APPMS)، د افغانستان د تړونونو د پرمختګ د څار سېسټم (ACPMS) او د افغانستان د برېښنایي داوطلبۍ سېسټم (AETS) پورټالونو کې د کارولو د حسابونو د جوړولو په تړاو تفصیلي مالومات شریک شول. دې آنلاین پروګرام کې د ګډونوالو او کاروونکو هر ډول پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او راتلوونکي کې به ورته مخامخ روزنې هم ورکړل شي. د پروګرام په پای کې د یادو ادارو مسؤلینو د ملي تدارکاتو ریاست د هڅو ستاینه وکړه او د لا زیاتې همکارۍ ژمنې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې د ملي تدارکاتو ریاست لخوا د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پرانستنه وشوه او تدارکاتي ادارې اړ دي چې په یاد سېسټم کې د کارولو حسابونه پرانیزي او د خپلو تدارکاتي ادارو اړوند تدارکاتي پړاوونو په تړاو مالومات شریک کړي.

بیرته
...