د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کارکوونکو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم کې د کارولو د حسابونو د رامنځته کولو په تړاو روزنه ورکړل شوه

کابل: نن شنبه د ۱۴۰۲ کال د مرغومي (جدي) میاشتې په ۱۶مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست اړوند د برېښنايي تدارکاتو سېسټم کارکوونکو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تدارکاتي برخې کارکوونکو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم کې د کارولو حسابونو (User Account) د څرنګوالي په تړاو آنلاین روزنه ورکړه. په دې پرلیکه روزنه کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کارکوونکو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) اړوند د افغانستان د تدارکاتي پلان د مدیریت سېسټم (APPMS)، د افغانستان د تړونونو د پرمختګ د څار سېسټم (ACPMS) او د افغانستان د برېښنایي داوطلبۍ سېسټم (AETS) پورټالونو کې د کارونې د حسابونو د جوړولو په تړاو تفصیلي مالومات شریک شول. د پروګرام په جریان کې د ګډونوالو او کاروونکو هر ډول پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او راتلوونکي کې به ورته مخامخ روزنې هم ورکړل شي. په پای کې د کرنی او اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تدارکاتي چارو مسؤلینو د ملي تدارکاتو ریاست د هڅو ستاینه وکړه او د سېسټم د تطبیق په تړاو یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنې وکړې. د یادولو ده چې د ملي تدارکاتو ریاست لخوا د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پرانستنه وشوه. تدارکاتي ادارې اړ دي چې په یاد سېسټم کې د کارولو حسابونه پرانیزي او د خپلو تدارکاتي ادارو اړوند تدارکاتي مالومات شریک کړي.

بیرته
...