د استخباراتو عمومي ریاست کارکوونکو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د کارولو په تړاو روزنه ورکړل شوه

کابل: نن یکشنبه د ۱۴۰۲ کال د مرغومي (جدي) میاشتې په ۱۷مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست کې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم کارکوونکو لخوا د استخباراتو لوی ریاست تدارکاتي برخې کارکوونکو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) په تړاو په فزیکي ډول روزنه ورکړه. په دې مخامخ روزنه کې د یاد ریاست سره د برېښنايي تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) اړوند د افغانستان د تدارکاتي پلان د مدیریت سېسټم (APPMS)، د افغانستان د تړونونو د پرمختګ د څار سېسټم (ACPMS) او د افغانستان د برېښنایي داوطلبۍ سېسټم (AETS) پورټالونو کې د تدارکاتي ادارو لخوا د تدارکاتي مالوماتو خپرولو د څرنګوالي په تړاو تفصیلي مالومات شریک شول. د دې فزیکي ناستې په جریان کې د استخباراتو عمومي ریاست هر ډول پوښتنو او نظرونو ته د ډاډ وړ ځوابونه ورکړل شول او د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د کارکوونکو د هڅو ستاینه یې وکړه او د سېسټم د تطبیق په پار یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنې وکړې. د یادولو ده چې د ملي تدارکاتو ریاست لخوا د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پرانستنه وشوه. تدارکاتي ادارې اړ دي چې په یاد سېسټم کې د کارولو حسابونه پرانیزي او د خپلو تدارکاتي ادارو اړوند تدارکاتي مالومات شریک کړي.

بیرته
...