د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان لمریز کال د جدي میاشتې په ۱۹مه نېټهپه مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو. د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې یې د ۲۴پروژو قراردادونه منظور او د ۳ پروژو د قراردادونو د ارزونې په موخه ملي تدارکاتو ریاست او اړوندو وزارتونو ته دنده وسپارل شوه، څو دغه قراردادونه په هراړخیز ډول وڅېړي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي. منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، عامې روغتیا، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو ته رسېږي. په یادو منظور شوو پروژو کې د پارنده پنجشیر د مایکرو هایدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولایت کې د توري بند د پاتې چارو بشپړولو، په کابل ښار کې د ځینو مهم سړکونو اساسي جوړونې، په مختلفو ولایتونو کې هېوادوالو ته د برېښنا رسولو، پر ښارونو سربېره په لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنيټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

بیرته
...