د خصوصي سکتور د پام وړ!

د هېواد ټولو ملي او نړیوالو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوند د مرکزي ثبت او فکري مالکیت لوی ریاست (ACBR) سره ونښلول شو. د خصوصي سکتور اړوند ټول شرکتونه کولی شي؛ همدا اوس د برېښنايي تدارکاتو سېسټم اړوند د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) کې خپل شرکتونه ثبت کړي ترڅو وکولی شي په اسانۍ سره په یاد سېسټم کې د خپلې خوښې پروژو په تړاو مالومات ترلاسه کړي. د شرکتونو د ثبت او ډلندۍ لپاره لاندې لېنک کېکاږئ. https://vendors.ageops.af/ps/vendors?create_account=1 درنښت، د ملي تدارکاتو ریاست

بیرته
...