د افغانستان بانک کارکوونکو ته د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم په تړاو روزنه ورکړل شوه

کابل: نن سه شنبه د ۱۴۰۲ کال د مرغومي (جدي) میاشتې په ۲۶مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست اړوند د برېښنايي تدارکاتو سېسټم کارکوونکو د افغانستان بانک تدارکاتي کارکوونکو ته د افغانستان د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم (APPMS) کې د تدارکاتي پلان اړوند مالوماتو ثبتولو د څرنګوالي په تړاو پر آنلاین بڼه روزنه ورکړه. په دې روزنه کې د بانک ګډونوالو سره د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) اړوند د افغانستان د تدارکاتي پلان د مدیریت سېسټم (APPMS) د بېلابېلو برخو په تړاو هر اړخیز مالومات شریک شول او د یاد سېسټم په تړاو د کاروونکو هر ډول پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول. د پروګرام په پای کې د افغانستان بانک مسؤلینو د ملي تدارکاتو ریاست د هڅو ستاینه وکړه او د سېسټم د تطبیق په تړاو یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنې وکړې. د یادولو ده چې د ملي تدارکاتو ریاست لخوا د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پرانستنه وشوه او تدارکاتي ادارې اړ دي چې په یاد سېسټم کې د کارولو حسابونه پرانیزي او د خپلو تدارکاتي ادارو اړوند تدارکاتي پړاوونو په تړاو مالومات شریک کړي.

بیرته
...