د برېښنايي تدارکاتو سېسټم کې لس ډوله مالومات خپرېږي: د ملي تدارکاتو ریاست

کابل: د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنایي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت کارکوونکو د هېواد یو شمېر شرکتونو سره شریکه کړه چې د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) کې لس ډوله تدارکاتي مالومات خپرېږي. د تدارکاتي ادارو تدارکاتي پلانونه، د داوطلبو خبرتیاوو، د قراردادونو د ورکولو د پرېکړو خبرتیاوې، د ملي تدارکاتو کمېسیون پرېکړې، ورکړل شوي قراردادونه، له قراردادونو څخه څارنه، د شرکتونو ثبت، تدارکاتي حقوقي سندونو ته لاسرسی، د اداري ارزونې کمېټې پرېکړې او همداراز د محروم شویو شرکتونو په تړاو پرېکړې؛ هغه موارد دي چې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په وسیله خپرېږي. دا پروګرام نن یکشنبه د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې په ۱۳مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو تالار کې د خصوصي سکتور اړوند قراردادي شرکتونو او داوطلبانو ته پر لاره اچول شوی و چې د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلندۍ سېسټم (AVRCS) څخه د ګټې اخستنې د څرنګوالي په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شو. په غونډه کې ګډونوالو سره؛ د تدارکاتي ادارو لخوا د برېښنايي تدارکاتو سېسټم څخه د ګټې اخیستنې په تړاو د ریاست الوزراء لوړ مقام له لوري د منظور شوي یاددښت او تدارکاتي فرصتونو د زیاتوالي په هکله هم مالومات شریک شول. دې پروګرام کې قراردادي شرکتونو او داوطلبانو ته د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم کې د شرکتونو د ثبت او تدارکاتي ځانګړې شمېرې (vPIN) ترلاسه کولو او د کارولو د حساب جوړولو په تړاو پرېزنټېشن ورکړل شو او له دوی څخه وغوښتل شول ترڅو خپل شرکتونه په یاد سېسټم کې ثبت کړي؛ چې په اسانۍ سره د هېواد د تدارکاتي ادارو اړوند پروژو خبرتیاوو او د داوطلبۍ سندونو ته آسانه لاسرسی پېدا کړي. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) مهمې برخې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترېنه ګټه پورته کړي.

بیرته
...