د نهو تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د افغانستان د تدارکاتي پلانونو د مدیریت سېسټم په تړاو پوهاوی او روزنه ورکړل شوه

کابل: په هغه ناسته کې چې د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې په ۱۴مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو تالار کې ترسره شوه؛ د نهو تدارکاتي ادارو ۲۱ تنو کارکوونکو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم اړوند د تدارکاتي پلانونو د مدیریت سېسټم په تړاو روزنه او عامه پوهاوی ورکړل شو. په دې ناسته کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، د ښار او کور جوړولو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د عامې روغتیا وزارت، د افغانستان بانک، د افغانستان برښنا شرکت، د ملي تدارکاتو ریاست او د کابل ښاروالۍ اړوند ۲۱ تنو تدارکاتي کاروونکو برخه اخیستنې وه چې په سېسټم کې د تدارکاتي پلانونو د جزیاتو، د وخت او نېټې او همداراز د پروژو د موقعیتونو د درج کولو په تړاو تفصیلي مالومات ورکړل شول. د غونډې له اجنډا سره سم؛ د تدارکاتي ادارو مسئولینو ته د ملي تدارکاتو ریاست د فعالیتونو او د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په اړه پرېزنټېشن ورکړل شو او همداراز د تدارکاتي پلانونو د مدیریت سېسټم کې د ادارو لخوا د تدارکاتي پلانونو د درج کولو په تړاو ټینګار وشو او سېسټم کې ورته په عملي بڼه نمونوي پلانونه اضافه کړی شول ترڅو په اسانۍ سره خپل د ۱۴۰۳ مالي کال پلانونه درج کړي. د پروګرام په پای کې د تدارکاتي ادارو مسئولین د تدارکاتي پلانونو د مدیریت سېسټم په تړاو ارزیابي کړی شول او سېسټم کې په عملي بڼه د پلانونو د درج کولو څخه یې د ملي تدارکاتو ریاست ته ډاډ ورکړ او د لا زیاتې همکارۍ ژمنې یې وکړې. د یادولو ده چې د ملي تدارکاتو ریاست اړوند د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پرانیست غونډه د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې ترسره شوه.

بیرته
...