برېښنايي تدارکاتو سېسټم کې د عرضه کوونکي تدارکاتي ځانګړې شمېرې ترلاسه کولو په تړاو پوهاوی

کابل: نن سه شنبه د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې په ۱۵مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو تالار کې قراردادي شرکتونو او داوطلبانو ته د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلندۍ سېسټم (AVRCS) کې د شرکتونو د ثبت او د عرضه کوونکي تدارکاتي ځانګړې شمېرې (vPIN) ترلاسه کولو په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شو. دې ناسته کې د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنایي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت کارکوونکو لخوا یادو شرکتونو سره د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) اړوند د تدارکاتي پلان د مدیریت سېسټم (APPMS)، د تړونونو د پرمختګ د څار سېسټم (ACPMS)، د برېښنايي داوطلبۍ سېسټم (AETS)، د ملي تدارکاتو کمېسیون برېښنايي سېسټم (ANPCS) او د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) څخه د ګټې اخستنې د څرنګوالي په تړاو تفصیلي مالومات شریک شول. پروګرام کې له قراردادي شرکتونو او داوطلبانو وغوښتل شول چې د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم کې خپل شرکتونه ثبت کړي ترڅو وکولی شي په اسانۍ سره د هېواد د تدارکاتي ادارو اړوند تدارکاتي پلانونو، پروژو خبرتیاوې او د داوطلبۍ سندونه ترلاسه کړي. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) مهمې برخې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترېنه ګټه پورته کړي.

بیرته
...