تدارکاتي فرصتونو ته لاسرسي لپاره د شرکتونو ثبتول اړین دي: د ملي تدارکاتو ریاست

کابل: نن دوشنبه د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې په ۲۸مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت لخوا د خصوصي سکتور اړوند شرکتونو مسئولینو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) په تړاو مالومات ورکړل شول او د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) کې د خپلو شرکتونو د ثبت په پار ترې غوښتنه وشوه. په غونډه کې د ملي تدارکاتو ریاست مسئولینو د شرکتونو استازو ته ووئیل چې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم کې د تدارکاتي ادارو تدارکاتي پلانونو، تدارکاتي فرصتونو او نورو برخو په تړاو مالوماتو ترلاسه کولو لپاره یاد سېسټم کې د شرکتونو ثبتول اړین دي. په دې مخامخ ناسته کې د شرکتونو استازو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم اړوند تخنیکي ستونزو د حل او شرکتونو د ثبت په تړاو لارښوونه وشوه او د یاد سېسټم په تړاو د بشپړ پوهاوي په موخه د عامه پوهاوي او روزنې په موخه فورمې وېشل شوې ترڅو یې ډکې او راتلوونکي کې ورته روزنیز پروګرام ترسره شي. د شرکتونو آستازو سره په دې غونډه کې؛ د برېښنايي تدارکاتو سېسټم آمریت سره د اړیکې ټینګولو په تړاو برېښنالیک او شمېرې شریکې شوې ترڅو وکولی شي پر وخت د شرکتونو ستونزو ته رسېدنه وشي. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) مهمې برخې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترېنه ګټه پورته کړي.

بیرته
...