د ۱۸ تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د تدارکاتي پلانونو د مدیریت سېسټم په تړاو پوهاوی او روزنه ورکړل شوه

کابل: تېره ورځ سه شنبه د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې په ۲۹مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو تالار کې د ۱۸ تدارکاتي ادارو ۲۶ تنو کارکوونکو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم اړوند د تدارکاتي پلانونو د مدیریت سېسټم په تړاو روزنه او عامه پوهاوی ورکړل شو. په دې ناسته کې د مخابراتو او ټکنالوژي، مالیې، اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې، ټرانسپورټ او هوايي چلن، مهاجرینو او راستنېدونکو چارو، کانونو او پټرولیم، امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو او سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو، د ریاست الوزراء د ساتنې لوی ریاست، د چارو ادارې لوی ریاست، د استخباراتو لوی ریاست، د زندانونو چارو د سمون ادارې، د احصایې او مالوماتو ملي ادارې، د سټنډرډ ملي ادارې،د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریاست، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، او د فرمانونو، حکمونو د تعقیب او څارنې لوی ریاست اړوند ۲۶ تنو تدارکاتي کارکوونکو ګډون کړ و؛ چې په یاد سېسټم کې د تدارکاتي پلانونو د جزیاتو، د وخت او نېټې او همداراز د پروژو د موقعیتونو د درجولو په تړاو تفصیلي مالومات ورکړل شول. د غونډې له اجنډا سره سم؛ د تدارکاتي ادارو مسئولینو ته د ملي تدارکاتو ریاست د فعالیتونو او د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په اړه پرېزنټېشن ورکړل شو او همداراز د تدارکاتي پلانونو د مدیریت سېسټم کې د ادارو لخوا د تدارکاتي پلانونو د درجولو په تړاو ټینګار وشو او سېسټم کې ورته په عملي بڼه نمونوي پلانونه اضافه کړی شول ترڅو په اسانۍ سره خپل د ۱۴۰۳ مالي کال پلانونه درج کړي. د پروګرام په پای کې د تدارکاتي ادارو مسئولین د تدارکاتي پلانونو د مدیریت سېسټم په تړاو ارزیابي کړی شول او سېسټم کې په عملي بڼه د پلانونو د درجولو څخه یې د ملي تدارکاتو ریاست ته ډاډ ورکړ او د لا زیاتې همکارۍ ژمنې یې وکړې. د یادولو ده چې د ملي تدارکاتو ریاست اړوند د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پرانیست غونډه د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې ترسره شوه او تدارکاتي ادارو کې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د تطبیق په تړاو د ریاست الوزراء لوړ مقام یاددښت هم منظور شوی.

بیرته
...