خصوصي سکتور ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شو

کابل: نن شنبه د ۱۴۰۳ کال د وري میاشتې په څلورمه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست کې د خصوصي سکتور اړوند قراردادي شرکتونو او داوطلبانو ته د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلندۍ سېسټم (AVRCS) په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شو. په دې ناسته کې د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنایي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت کارکوونکو لخوا یادو شرکتونو سره د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) اړوند د تدارکاتي پلان د مدیریت سېسټم (APPMS)، د تړونونو د پرمختګ د څار سېسټم (ACPMS)، د برېښنايي داوطلبۍ سېسټم (AETS) او د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) څخه د ګټې اخستنې د څرنګوالي په تړاو مالومات شریک شول. دې پروګرام کې له قراردادي شرکتونو او داوطلبانو وغوښتل شول چې د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم کې خپل شرکتونه ثبت کړي ترڅو وکولی شي په اسانۍ سره د هېواد د تدارکاتي ادارو اړوند تدارکاتي پلانونو، پروژو خبرتیاوې او د داوطلبۍ سندونه ترلاسه کړي. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) مهمې برخې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترېنه ګټه پورته کړي.

بیرته
...