د خصوصي سکتور ۲۵ تنو استازو ته د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم په تړاو روزنه او عامه پوهاوی ورکړل شو

کابل: نن دوشنبه د ۱۴۰۳ کال د وري میاشتې په شپږمه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو تالار کې د هېواد د خصوصي سکتور شاوخوا ۲۵ قراردادي شرکتونو او داوطلبانو ته د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلندۍ سېسټم (AVRCS) په تړاو عامه پوهاوی او روزنه ورکړل شوه. په دې ناسته کې د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنایي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت کارکوونکو لخوا یادو شرکتونو سره د ملي تدارکاتو ریاست اړوند د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) او د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) څخه د ګټې اخستنې د څرنګوالي په تړاو مالومات شریک شول. په غونډه کې ګډونوالو ته د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم کې د شرکتونو د ثبتولو او د عرضه کوونکي تدارکاتي ځانګړې شمېرې (vPIN) ترلاسه کولو په تړاو په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه او له خصوصي سکتور څخه وغوښتل شول ترڅو یاد سېسټم کې خپل شرکتونه ثبت کړي؛ چې په اسانۍ سره د هېواد د تدارکاتي ادارو اړوند پروژو خبرتیاوو او د داوطلبۍ سندونو ته آسانه لاسرسی پیدا کړي. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) مهمې برخې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترېنه ګټه پورته کړي.

بیرته
...