له ګټونکو شرکتونو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی رياست اړوند ملي تدارکاتو رياست د ملي دفاع وزارت، برېښنا شرکت، کابل ښاروالۍ او بېلابېلو امارتي ادارو اړوند پروژو په اړه له۵۰ زياتو شرکتونو سره د همغږۍ غونډه وکړه. دغه غونډه چې تېره ورځ شنبه(رمضان المبارک ۲۷مه/وري۱۸مه) د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو تالار کې جوړه شوې وه، په کې د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب، د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي او د ادارې يو شمېر رئيسانو ګډون کړی و. د قرانکريم له تلاوت وروسته د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام مرستيال وويل اسلامي امارت د برحق جهاد هدف د ټولنيز عدالت تأمين، د اسلامي شريعت تطبيق، د حق ترلاسه کول، سرتاسري امنيت او له اداري فساد سره مبارزه وه چې له لاسته راوړنو څخه يې د ملي تدارکاتو رياست له لوري د خصوصي شرکتونو سره شفاف تعامل دی. همدا راز د چارو ادارې لوی رياست د دعوت او ارشاد رئيس مولوي بسم الله بيت المال د مسلمانانو ګډ کور وباله او له بيت المال سره يې خيانت جرم او ګناه ياده کړه. د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي د امارتي ادارو د پروژو د قراردادونو ګټونکو شرکتونو سره د هغمږۍ غونډه مهمه وبلله او زياته يې کړه چې په ازاد رقابت کې هغه داوطلب شرکتونه ګټونکي بلل کېږي چې په شرطپاڼه کې يې د تدارکاتو اصول مراعات کړي وي. په پای کې ګډونوالو ته د ملي تدارکاتو ریاست اړوند د برېښنايي تدارکاتو سیستم په اړه پریزنټيشن هم وړاندې شو او دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.

بیرته
...