د افغانستان د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د تدارکاتي مالوماتو دریڅه ده

کابل: د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت لخوا نن یکشنبه د ۱۴۰۳ کال د غویي میاشتې په دوهمه نېټه د خصوصي سکتور اړوند شرکتونو مسئولینو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) په تړاو مالومات ورکړل او د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) کې د خپلو شرکتونو د ثبت په پار ترې غوښتنه وشوه. په دې مخامخ ناسته کې د شاوخوا ۳۰ شرکتونو استازو ګډون کړی و چې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم اړوند ټولو پورټالونو په تړاو مالومات ورکړل شول او ګډونوالو سره شریکه شوه چې د عامه او خصوصي سکتور سربېره؛ عام وګړي هم کولی شي چې یاد سېسټم څخه ګټه پورته کړي ځکه چې د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم د تدارکاتي مالوماتو یواځینۍ سرچینه ده. د غونډې په جریان کې د خصوصي سکتور آستازو ته یاد سېسټم کې د کارولو حسابونو جوړولو د څرنګوالي په تړاو پرېزنټېشن هم ورکړل شو او شرکتونو د ثبت په تړاو ورته لارښوونه وشوه. د پروګرام په پای کې د یاد سېسټم په تړاو د بشپړ پوهاوي او روزنې په موخه د شرکتونو ترمنځ فورمې وېشل شوې ترڅو یې ډکې او راتلوونکي کې ورته روزنیز پروګرام چمتو شي. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) مهمې برخې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترېنه ګټه پورته کړي.

بیرته
...