تدارکاتي ادارو ته د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم په تړاو روزنه ورکړل شوه

کابل: نن دوشنبه د ۱۴۰۳ کال د غویي میاشتې په درېیمه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست اړوند د برېښنايي تدارکاتو سېسټم کارکوونکو د هېواد ټولو تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د افغانستان د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم (APPMS) کې د تدارکاتي پلان اړوند مالوماتو ثبتولو،تائيدولو او منظورولو د څرنګوالي په تړاو پر آنلاین بڼه روزنه ورکړل شوه. په دې روزنه کې ګډونوالو سره د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) د بېلابېلو برخو ترڅنګ د افغانستان د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم (APPMS) په تړاو هر اړخیز مالومات شریک شول او د یاد سېسټم په تړاو د کاروونکو هر ډول پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول. د پروګرام په پای کې د یادو ادارو مسؤلینو د ملي تدارکاتو ریاست د هڅو ستاینه وکړه او د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم کې د ۱۴۰۳ مالي کال د تدارکاتي پلانونو د درجولو په تړاو یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنې وکړې. د یادولو ده چې د ملي تدارکاتو ریاست لخوا د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پرانستنه وشوه او تدارکاتي ادارې اړ دي چې په یاد سېسټم کې د کارولو حسابونه پرانیزي او د خپلو تدارکاتي ادارو اړوند تدارکاتي پړاوونو په تړاو مالومات شریک کړي.

بیرته
...