برېښنايي تدارکاتو سېسټم تدارکاتي پړاوونه آسانه او ګړندي کوي

کابل: د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت لخوا نن سه شنبه د ۱۴۰۳ کال د غویي میاشتې په څلورمه نېټه د خصوصي سکتور اړوند شرکتونو مسئولینو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) په تړاو مالومات ورکړل او د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) کې د خپلو شرکتونو د ثبت په پار ترې غوښتنه وشوه. په دې مخامخ ناسته کې د شرکتونو استازو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په تړاو مالومات ورکړل شول او څرګنده شوه چې یاد سېسټم د تدارکاتي پړاوونو آسانه کولو او ګړندي کولو کې مرسته کوي. سربېره پر دې د یاد سېسټم په تړاو د بشپړ پوهاوي په موخه د شرکتونو استازو ته د روزنې فورمې ورکړل شوې ترڅو یې ډکې او راتلوونکي کې ورته روزنیز پروګرام چمتو شي. د شرکتونو آستازو سره په دې غونډه کې؛ د تخنیکي ستونزو د حل په موخه د اړیکې ټینګولو په تړاو برېښنالیک او شمېرې شریکې شوې ترڅو وکولی شي پر وخت د شرکتونو ستونزو ته رسېدنه وشي. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) مهمې برخې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترېنه ګټه پورته کړي.

بیرته
...