د خصوصي سکتور ۲۱ استازو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم روزنه او پوهاوی ورکړل شو

کابل: نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ کال دغویي میاشتې په پینځمه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو تالار کې د خصوصي سکتور له ۲۰ څخه زیاتو قراردادي شرکتونو او داوطلبانو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) په تړاو عامه پوهاوی او روزنه ورکړل شوه او څرګنده شوه چې د یاد سېسټم د رامنځته کولو موخه؛ د عامه او خصوصي سکتور ترمنځ تدارکاتي چارو کې د فاصلو له منځه وړل دي. دې ناسته کې د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنایي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت کارکوونکو لخوا یادو شرکتونو سره د ملي تدارکاتو ریاست اړوند ټولو پورټالونو سربېره؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) څخه د ګټې اخستنې د څرنګوالي په تړاو مالومات شریک شول. په غونډه کې ګډونوالو ته د شرکتونو د ثبتولو او عرضه کوونکي تدارکاتي پېژندنې شمېرې (vPIN) ترلاسه کولو په تړاو په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه او له خصوصي سکتور څخه وغوښتل شول ترڅو یاد سېسټم کې خپل شرکتونه ثبت کړي؛ چې په اسانۍ سره د هېواد د تدارکاتي ادارو اړوند پروژو خبرتیاوو او د داوطلبۍ سندونو ته آسانه لاسرسی پیدا کړي. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) مهمې برخې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترېنه ګټه پورته کړي.

بیرته
...