برېښنايي تدارکاتو سېسټم کې د کارولو حساب جوړولو وروسته خصوصي سکتور کولی شي ټولو پورټالونو څخه ګټه پورته کړي

کابل: نن یکشنبه د ۱۴۰۳ کال د غویي میاشتې په نهمه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست کې د خصوصي سکتور اړوند ۱۱ قراردادي شرکتونو او داوطلبانو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم اړوند؛ شرکتونو د ثبت او ډلندۍ سېسټم (AVRCS) په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شو. په دې ناسته کې د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنایي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت کارکوونکو لخوا یادو شرکتونو سره د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) ترڅنګ د تدارکاتي پلان د مدیریت سېسټم (APPMS)، د تړونونو د پرمختګ د څار سېسټم (ACPMS)، د برېښنايي داوطلبۍ سېسټم (AETS) او د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) څخه د ګټې اخستنې د څرنګوالي په تړاو مالومات شریک شول او څرګنده شوه چې د خصوصي سکتور سره تړلي ټول شرکتونه کولی شي چې یاد سېسټم کې د کارولو حسابونو جوړولو څخه وروسته د سېسټم ټولو پورټالونو څخه ګټه اخیستی شي. دې پروګرام کې ګډونوالو ته سېسټم کې د حساب جوړولو په تړاو پرېزنټېشن ورکړل شو او له قراردادي شرکتونو او داوطلبانو وغوښتل شول چې د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم کې خپل شرکتونه ثبت کړي ترڅو وکولی شي په اسانۍ سره د هېواد د تدارکاتي ادارو اړوند تدارکاتي پلانونو، پروژو خبرتیاوې او د داوطلبۍ سندونه ترلاسه کړي. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) مهمې برخې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترېنه ګټه پورته کړي.

بیرته
...