د خصوصي سکتور استازو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په تړاو پوهاوی ورکړل شو

کابل: نن پنجشنبه د ۱۴۰۳ کال د غویي میاشتې په ۱۳مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو تالار کې د هېواد د خصوصي سکتور اړوند ۲۰ قراردادي شرکتونو او داوطلبانو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم اړوند پورټالونو په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شو. په دې ناسته کې د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنایي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت کارکوونکو لخوا یادو شرکتونو سره د ملي تدارکاتو ریاست اړوند د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) او د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) څخه د ګټې اخستنې د څرنګوالي په تړاو مالومات شریک شول. دې پروګرام کې قراردادي شرکتونو او داوطلبانو ته د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم کې د شرکتونو د ثبت او تدارکاتي ځانګړې شمېرې (vPIN) ترلاسه کولو او د کارولو د حساب جوړولو په تړاو پرېزنټېشن ورکړل شو او له دوی څخه وغوښتل شول ترڅو خپل شرکتونه په یاد سېسټم کې ثبت کړي؛ چې په اسانۍ سره د هېواد د تدارکاتي ادارو اړوند پروژو خبرتیاوو او د داوطلبۍ سندونو ته آسانه لاسرسی پېدا کړي. د یادولو ده چې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم څخه د ګټې اخیستنې په تړاو د خصوصي سکتور اړوند سلګونو شرکتونو ته د وړتیا لوړولو په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پر لاره اچول شوي او دا بهیر جریان لري. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) مهمې برخې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترېنه ګټه پورته کړي.

بیرته
...