د ۲۹ تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د برېښنايي داوطلبي سېسټم (AETS) په تړاو عامه پوهاوی او روزنه ورکړل شوه

کابل: نن یکشنبه د ۱۴۰۳ کال د غويي میاشتې په ۱۶مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت لخوا د ۲۹ تدارکاتي ادارو له ۱۰۰ تنو څخه زیاتو کارکوونکو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم اړوند د برېښنايي داوطلبۍ سېسټم (AETS) په تړاو پر لیکه روزنه او عامه پوهاوی ورکړل شو. په دې آنلاین ناسته کې د مخابراتو او ټکنالوژي، کورنیو چارو، مالیې، ټولګټو، اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې، ټرانسپورټ او هوايي چلن، مهاجرینو او راستنېدونکو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، عامې روغتیا، د ارشاد، حج او اوقافو، د کلیو بیا رغونې او پراختیا، د صنعت او سوداګرۍ، د شهیدانو او معلولینو، د ښار او کور جوړولو، امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو او سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو، د ریاست الوزراء لوړ مقام د دفتر لوی ریاست، د استخباراتو لوی ریاست، د وسپنې پټلۍ ادارې، د سټنډرډ ملي ادارې، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې، د افغانستان بانک، کابل ښاروالۍ، د افغانستان د طبي عالي شورای، د پلټنې عالي ادارې، د فرمانونو، حکمونو د تعقیب او څارنې لوی ریاست او د افغان ټېلیکام شرکت له ۱۰۰ څخه زیاتو تدارکاتي کارکوونکو ګډون کړ و؛ چې د یاد سېسټم په تړاو ورته تفصیلي مالومات ورکړل شول. د غونډې له اجنډا سره سم؛ د تدارکاتي ادارو مسئولینو ته د ملي تدارکاتو ریاست د فعالیتونو او د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د بېلابېلو پورټالونو په اړه خبرې اترې وشوې. همداراز ګډونوالو ته په یاد سېسټم کې د تدارکاتي پړاوونو له پیل څخه تر د قرارداد عقدولو پورې ټولې اړینې برخې تشریح شوې. د پروګرام په جریان کې د تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د برېښنايي داوطلبۍ سېسټم کې په عملي بڼه د یوې نمونوي پروژې د پلي کولو پړاوونو پرمخ بیولو په اړه هر اړخیز مالومات ورکړل شول او د هغوی هر ډول پوښتنو ته د ډاډ وړ ځواب ورکړل شو. د غونډې په پای کې د تدارکاتي ادارو کارکوونکو د ملي تدارکاتو ریاست د کړنو ستاینه او مننه وکړه او د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د تطبیق په تړاو یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنې وکړې. د یادولو ده چې د ملي تدارکاتو ریاست اړوند د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د کابیني د وزیرانو، بهرنیو هیوادونو سفیرانو او تدارکاتي ادارو مسئولینو په شتون کې پرانیستل شو او تدارکاتي ادارو کې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د تطبیق په تړاو د ریاست الوزراء لوړ مقام لخوا منظور شوی یاددښت هم لېږدول شوی.

بیرته
...