د خصوصي سکتور ۱۰۰ تنو استازو تدارکاتي فرصتونو ته لاسرسي آنلاین پروګرام کې ګډون وکړ

کابل: نن شنبه د ۱۴۰۳ کال د غبرګولې میاشتې په ۱۲مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پراختیا آمریت مسئولینو لخوا؛ د خصوصي سکتور شاوخوا ۱۰۰ تنو قراردادي شرکتونو او داوطلبانو ته؛د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په وسیله؛ تدارکاتي فرصتونو ته د لاسرسي پرلیکه پروګرام پرلاره اچولی شوی و او د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم په تړاو ورته عامه پوهاوی او روزنه ورکړل شوه. دې آنلاین غونډه کې یادو شرکتونو سره د تدارکاتي نظام د ځواکمنتیا، ملي تدارکاتو ریاست د کړنو او لاسته راوړنو، تدارکاتي چارو کې شرکتونو او کورنیو تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو او د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) اړوند ټولو برخو سربېره؛ د سېسټم د ځانګړتیاوو او له هغه څخه د بشپړې ګټې اخستنې د څرنګوالي په تړاو تفصیلي مالومات شریک شول. دې غونډه کې څرګنده شوه چې د یاد سېسټم د رامنځته کولو موخه؛ د عامه او خصوصي سکتور ترمنځ تدارکاتي چارو کې د فاصلو له منځه وړل دي.. په غونډه کې ګډونوالو ته د شرکتونو د ثبتولو او عرضه کوونکي تدارکاتي پېژندنې شمېرې (vPIN) ترلاسه کولو او تدارکاتي فرصتونو په تړاو په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه او له خصوصي سکتور څخه وغوښتل شول ترڅو یاد سېسټم کې خپل شرکتونه ثبت کړي؛ چې په اسانۍ سره د هېواد د تدارکاتي ادارو اړوند پروژو خبرتیاوو او داوطلبۍ سندونو ته آسانه لاسرسی پیدا کړي. د پروګرام په پای کې د خصوصي سکتور استازو ټولو پوښتنو ته د ډاډ وړ ځوابونه ورکړل شول او ګډونوالو د ملي تدارکاتو ریاست د هڅو ستاینه او د همکارۍ ژمنې وکړې. د یادولو ده چې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په تړاو تر دې دمخه هم بېلابېلو ناستو کې د هېواد د خصوصي سکتور اړوند ۴۰۰ تنو ته عامه پوهاوی او روزنه ورکړل شوې. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) هغه ګټې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترې استفاده وکړي.

بیرته
...