ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۴ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۱۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، بیا په هراړخیز ډول و ارزوي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي. په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې چارو بشپړول، په مختلفو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د برېښنايي وسایلو چمتو کول، د کابل ښار ځینومهمو سړکونو اساسي جوړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

بیرته
...