۲۵ تدارکاتي ادارو ته د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم(AVRCS) په تړاو عامه پوهاوی او روزنه ورکړل شوه

کابل: د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت لخوا نن سه شنبه د ۱۴۰۳ کال د غبرګولې میاشتې په ۲۲مه نېټه د هېوادد ۲۵ تدارکاتي ادارو۵۰ تنو کارکوونکو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) اړوند د افغانستان د شرکتونو ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) په تړاو عامه پوهاوی او روزنه ورکړل شوه. په دې آنلاین پروګرام کې د مخابراتو او ټکنالوژي، کورنیو چارو،لوړو زده کړو، مالیې، اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې، ټرانسپورټ او هوايي چلن، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، عامې روغتیا، د کلیو بیا رغونې او پراختیا، د شهیدانو او معلولینو، د ښار او کور جوړولو، کانونو او پټرولیم وزارتونو، د استخباراتو لوی ریاست، د وسپنې پټلۍ ادارې، د سټنډرډ ملي ادارې، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې، د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست، د افغانستان بانک، د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت،د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د افغانستان علومو اکاډمي ریاست، د ازموینو ملي ادارې،کابل ښاروالۍاو افغان ټېلیکام شرکت په شمول د ۲۵ ادارو نږدې ۵۰ تنو تدارکاتي کارکوونکو ګډون کړ و؛ چې د یاد سېسټم په تړاو ورته تفصیلي مالومات ورکړل شول. د غونډې په جریان کې د ادارو مسئولینو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم اړوند ټولو پورټالونو په اړه خبرې اترې وشې او ترڅنګ یې د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم بېلابېلو برخو په تړاو د شرکتونو د ثبتولو او د عرضه کوونکي تدارکاتي پېژندنې شمېرې (VPIN) ترلاسه کولو په هکله عملي روزنه او پوهاوی ورکړل شو. د دې آنلاین ناستې په پای کې د سېسټم په تړاو د تدارکاتي ادارو مسئولینو پوښتنو ته د ډاډ وړ ځواب ورکړل شو او یادو کارکوونکو د ملي تدارکاتو ریاست د کړنو او همکاریو څخه مننې ترڅنګ د سېسټم د پلي کولو په تړاو د همکارۍ ژمنې وکړې. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) مهمې برخې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترېنه ګټه پورته کړي.

بیرته
...