د خصوصي سکتور ۵۰ تنو استازو تدارکاتي فرصتونو ته لاسرسي آنلاین پروګرام کې ګډون وکړ

کابل: نن سه شنبه د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۲مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پراختیا آمریت مسئولینو لخوا؛ د خصوصي سکتور شاوخوا ۵۰ تنو قراردادي شرکتونو او داوطلبانو ته؛د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په وسیله؛ تدارکاتي فرصتونو ته د لاسرسي پرلیکه پروګرام پرلاره اچولی شوی و. دې آنلاین غونډه کې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې په همکارۍ یادو شرکتونو سره کورنیو تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو او د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) اړوند شرکتونو دثبت او ډلبندۍ سېسټم څخه د بشپړې ګټې اخستنې د څرنګوالي په تړاو تفصیلي مالومات شریک شول. په غونډه کې ګډونوالو ته د شرکتونو د ثبتولو او عرضه کوونکي تدارکاتي پېژندنې شمېرې (vPIN) ترلاسه کولو او تدارکاتي فرصتونو په تړاو په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه او له خصوصي سکتور څخه وغوښتل شول ترڅو یاد سېسټم کې خپل شرکتونه ثبت کړي؛ چې په اسانۍ سره د هېواد د تدارکاتي ادارو اړوند پروژو خبرتیاوو او داوطلبۍ سندونو ته آسانه لاسرسی پیدا کړي. د پروګرام په پای کې د خصوصي سکتور استازو ټولو پوښتنو ته د ډاډ وړ ځوابونه ورکړل شول او ګډونوالو د ملي تدارکاتو ریاست د هڅو ستاینه او د همکارۍ ژمنې وکړې. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) هغه ګټې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترې استفاده وکړي.

بیرته
...