د تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په تړاو عامه پوهاوی او روزنه ورکړل شوه

کابل: نن دوشنبه د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۵مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت لخوا د ریاست د غونډو تالار کې د یو شمېر تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم په تړاو روزنه او عامه پوهاوی ورکړل شو. په دې حضوري ناسته کې د مالیې، مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو، شهیدانو او معلولینو او ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، کابل ښاروالۍاو چارو ادارې لوی ریاست تدارکاتي کارکوونکو ګډون کړ و؛ چې د یاد سېسټم په تړاو ورته تفصیلي مالومات ورکړل شول. د غونډې له اجنډا سره سم؛ د تدارکاتي ادارو مسئولینو سره د ملي تدارکاتو ریاست د فعالیتونو او د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د بېلابېلو پورټالونو په اړه تفصیلي پرېزنټېشن شریک شو. همداراز په یاد سېسټم کې د تدارکاتي پړاوونو له پیل څخه تر د قرارداد عقدولو پورې ټولې اړینې برخې تشرېح شوې. د پروګرام په جریان کې د تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د تدارکاتي پلان د مدیریت سېسټم او برېښنايي داوطلبۍ سېسټم (ټېنډر) کې په عملي بڼه د یوې نمونوي پروژې د پلي کولو پړاوونو پرمخ بیولو په اړه هر اړخیز مالومات ورکړل شول او د هغوی هر ډول پوښتنو ته د ډاډ وړ ځواب ورکړل شو. د غونډې په پای کې د تدارکاتي ادارو کارکوونکو د ملي تدارکاتو ریاست د کړنو ستاینه او مننه وکړه او د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د تطبیق په تړاو یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنې وکړې. د یادولو ده چې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د کابیني د وزیرانو، بهرنیو هیوادونو سفیرانو او تدارکاتي ادارو مسئولینو په شتون کې پرانیستل شو او تدارکاتي ادارو کې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د تطبیق په تړاو د ریاست الوزراء لوړ مقام لخوا منظور شوی یاددښت هم لېږدول شوی.

بیرته
...