تدارکاتي ادارو کارکوونکو سره د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پلي کولو په تړاو ناسته ترسره شوه

کابل: نن سه شنبه د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۶مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت لخوا د ریاست د غونډو تالار کې د یو شمېر تدارکاتي ادارو کارکوونکو سره تدارکاتي ادارو کې د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم د پلي کولو د څرنګوالي په اړه ناسته ترسره شوه او ترڅنګ یې د یاد سېسټم په تړاو روزنه او عامه پوهاوی ورکړل شو. په دې حضوري ناسته کې د کورنیو چارو ، د ښار او کور جوړولو ، د ارشاد حج او اوقافو، د اطلاعاتو او فرهنګ، د کار او ټولنیزو چارو، د اوبو او انرژي او د اقتصاد وزارتونو، د ریاست الوزراء د ساتنې لوی ریاست، د علومو اکاډمي او د افغان ملي بیمې امارتي شرکت تدارکاتي کارکوونکو ګډون کړی و؛ چې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د تطبیق په تړاو ورسره تفصیلي خبرې اترې وشوې. د غونډې له اجنډا سره سم؛ د تدارکاتي ادارو مسئولینو سره د ملي تدارکاتو ریاست د فعالیتونو او د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د بېلابېلو پورټالونو په اړه تفصیلي پرېزنټېشن شریک شو. همداراز په یاد سېسټم کې د تدارکاتي پړاوونو له پیل څخه تر د قرارداد عقدولو پورې ټولې اړینې برخې تشرېح شوې. د پروګرام په جریان کې د تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د تدارکاتي پلان د مدیریت سېسټم او برېښنايي داوطلبۍ سېسټم (ټېنډر) کې په عملي بڼه د یوې نمونوي پروژې د پلي کولو پړاوونو پرمخ بیولو په اړه هر اړخیز مالومات ورکړل شول او د هغوی هر ډول پوښتنو ته د ډاډ وړ ځواب ورکړل شو. د غونډې په پای کې د تدارکاتي ادارو کارکوونکو د ملي تدارکاتو ریاست د کړنو ستاینه او مننه وکړه او د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د تطبیق په تړاو یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنې وکړې. د یادولو ده چې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د کابیني د وزیرانو، بهرنیو هیوادونو سفیرانو او تدارکاتي ادارو مسئولینو په شتون کې پرانیستل شو او تدارکاتي ادارو کې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د تطبیق په تړاو د ریاست الوزراء لوړ مقام لخوا منظور شوی یاددښت هم لېږدول شوی.

بیرته
...