۱۴ تدارکاتي ادارو سره د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پلي کولو په تړاو ناسته ترسره شوه

کابل: نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۷مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت لخوا د ریاست د غونډو تالار کې د یو شمېر تدارکاتي ادارو کارکوونکو سره تدارکاتي ادارو کې د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم د پلي کولو د څرنګوالي په اړه ناسته ترسره شوه او ترڅنګ یې د یاد سېسټم په تړاو روزنه او عامه پوهاوی ورکړل شو. د غونډې په پیل کې د ملي تدارکاتو ریاست مرستیال ښاغلي شېخ عبدالرحیم رحیمي ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ تدارکاتي ادارو کې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پلي کولو په تړاو یې د ادارو استازي تشویق کړل او یاد سېسټم یې تدارکاتي چارو کې د روڼتیا رامنځته کولو او د نړۍ هېوادونو سره د برابرېدلو وسیلې په توګه یاد کړ. په دې حضوري ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، پوهنې، مخابراتو او ټکنالوژي، عامې روغتیا، لوړو زده کړو، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارتونو، د افغانستان بانک، د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې، د استخباراتو لوی ریاست، د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب لوی ریاست، د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو چوپړتیاوو امارتي شرکت، د سټنډرډ ملي ادارې، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې، د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست تدارکاتي کارکوونکو ګډون کړی و؛ چې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د تطبیق په تړاو ورسره تفصیلي خبرې اترې وشوې. د غونډې له اجنډا سره سم؛ د تدارکاتي ادارو مسئولینو سره د ملي تدارکاتو ریاست د فعالیتونو او د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د بېلابېلو پورټالونو په اړه تفصیلي پرېزنټېشن شریک شو. همداراز په یاد سېسټم کې د تدارکاتي پړاوونو له پیل څخه تر د قرارداد عقدولو پورې ټولې اړینې برخې تشرېح شوې. د پروګرام په جریان کې د تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د تدارکاتي پلان د مدیریت سېسټم او برېښنايي داوطلبۍ سېسټم (ټېنډر) کې په عملي بڼه د یوې نمونوي پروژې د پلي کولو پړاوونو پرمخ بیولو په اړه هر اړخیز مالومات ورکړل شول او د هغوی هر ډول پوښتنو ته د ډاډ وړ ځواب ورکړل شو. د غونډې په پای کې د تدارکاتي ادارو کارکوونکو د ملي تدارکاتو ریاست د کړنو ستاینه او مننه وکړه او د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د تطبیق په تړاو یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنې وکړې. د یادونې وړ ده چې له تېرو دوه ورځو راهیسې تدارکاتي ادارو کې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د غوره پلي کولو په موخه؛ د ۱۴بېلابېلو تدارکاتي ادارو استازو سره غونډې ترسره شوي او ترڅنګ یې په عملي بڼه روزنې او تفصیلي مالومات ورکړل شوي او دا پروسه جریان لري د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم؛ د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د کابیني د وزیرانو، بهرنیو هیوادونو سفیرانو او تدارکاتي ادارو مسئولینو په شتون کې پرانیستل شو او تدارکاتي ادارو کې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د تطبیق په تړاو د ریاست الوزراء لوړ مقام لخوا منظور شوی یاددښت هم لېږدول شوی.

بیرته
...