د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند د ۲۹ ولایتي خونو مسئولینو او شرکتونو استازو تدارکاتي فرصتونو ته د لاسرسي حضوري او آنلاین پروګرام کې ګډون وکړ

کابل: نن سه شنبه د ۱۴۰۳ کال د زمري میاشتې ۱۶مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پراختیا آمریت مسئولینو لخوا؛ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د غونډو تالار کې د ۲۹ ولایتي خونو مسئولینو، قراردادي شرکتونو او داوطلبانو ته؛د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په وسیله؛ تدارکاتي فرصتونو ته د لاسرسي حضوري او پرلیکه پروګرام پرلاره اچول شوی و. دې حضوري او آنلاین غونډه کې د خصوصي سکتور اړوند د هیواد ۲۹ ولایتونو او دوه ولسوالیو کې موجود د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولینو او د خصوصي سکتور استازو سره د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) اړوند شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم څخه د بشپړې ګټې اخستنې د څرنګوالي په تړاو تفصیلي مالومات شریک شول. دا غونډه چې د یاد اتاق په همکارۍ چمتو شوې وه؛ د کلام پاک په مقدسو ایاتونو پیل او ورپسې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي او اداري مرستیال ښاغلي میر زمان پوپل د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملي تدارکاتو ریاست د کړنو څخه یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په وسیله بېلابېل سکتورونه کولی شي چې په رڼه توګه د داوطلبۍ اړوند سندونه ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه؛ د نني پروګرام د جوړولو موخه همدا ده ترڅو خصوصي سکتور او تاجران په سېسټم کې خپل شرکتونه ثبت کړي او د خپلې خوښې پروژې ترلاسه کړي. غونډه کې ګډونوالو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم اړوند بېلابېلو برخو او د شرکتونو د ثبتولو او عرضه کوونکي تدارکاتي پېژندنې شمېرې (vPIN) ترلاسه کولو او تدارکاتي فرصتونو په تړاو تفصیلي پرېزنټېشن وړاندې شو او په عملي بڼه ورته روزنه ورکړل شوه. په ناسته کې له خصوصي سکتور څخه وغوښتل شول ترڅو یاد سېسټم کې خپل شرکتونه ثبت کړي؛ چې په اسانۍ سره د هېواد د تدارکاتي ادارو اړوند پروژو خبرتیاوو او داوطلبۍ سندونو ته آسانه لاسرسی پیدا کړي. د پروګرام په پای کې له مرکز او ولایتونو څخه د ګډونوالو پوښتنو ته د ډاډ وړ ځوابونه ورکړل شول. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) هغه ګټې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترې استفاده وکړي.

بیرته
...