د خصوصي سکتور ۸۰ تنو استازو تدارکاتي فرصتونو ته د لاسرسي آنلاین پروګرام کې ګډون وکړ

کابل: نن دوشنبه د ۱۴۰۳ کال د وږي میاشتې پینځمه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پراختیا آمریت مسئولینو لخوا؛ د خصوصي سکتور ۸۰ تنو څخه زیاتو قراردادي شرکتونو او داوطلبانو ته؛د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په وسیله؛ تدارکاتي فرصتونو ته د لاسرسي پرلیکه پروګرام پرلاره اچول شوی و. دې آنلاین غونډه کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت په همکارۍ یادو شرکتونو سره د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) اړوند شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم څخه د بشپړې ګټې اخستنې د څرنګوالي په تړاو تفصیلي مالومات شریک شول. غونډه کې ګډونوالو ته د شرکتونو د ثبتولو او عرضه کوونکي تدارکاتي پېژندنې شمېرې (vPIN) ترلاسه کولو او تدارکاتي فرصتونو په تړاو پرېزنټېشن وړاندې شو او په عملي بڼه ورته روزنه ورکړل شوه. په ناسته کې له خصوصي سکتور څخه وغوښتل شول ترڅو یاد سېسټم کې خپل شرکتونه ثبت کړي؛ چې په اسانۍ سره د هېواد د تدارکاتي ادارو اړوند پروژو خبرتیاوو او داوطلبۍ سندونو ته آسانه لاسرسی پیدا کړي. د یادولو ده چې تر دا مهال د خصوصي سکتور اړوند نږدې ۱۴۰۰ تنو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په تړاو آنلاین او حضوري روزنه او عامه پوهاوی ورکړل شوی. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) هغه ګټې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترې استفاده وکړي.

بیرته
...