د پوهنې وزارت چارواکو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په تړاو عملي روزنه او عامه پوهاوی ورکړل شو

کابل: نن سه شنبه د ۱۴۰۳ کال د لړم میاشتې په نهمه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت لخوا په دوه جلا ناستو کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معینیت او تدارکاتو ریاست اړوند کارکوونکو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم په تړاو په یاد وزارت کې عملي روزنه او عامه پوهاوی ورکړل شو. په دې بېلابېلو غونډو کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین ښاغلي صبغت الله وصیل، د تدارکاتو رئیس ښاغلي انجنیر ابراهیم خلیل او د یاد ریاست کارکوونکو ګډون کړی و او د برېښنايي تدارکاتو سېسټم څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په تړاو ورته هر اړخیز او تفصیلي مالومات ورکړل شول. دې مخامخ جلسو کې ګډونوالو ته د یاد سېسټم بېلابېلې برخې لکه د افغانستان د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم (APPMS)، د برېښنايي داوطلبۍ سېسټم (AETS)، د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) او نورو اړوندو سېسټمونو په په تړاو روزنه ورکړل شوه. د غونډې په پای کې د یاد وزارت معین ښاغلي وصیل د ملي تدارکاتو ریاست د کړنو ستاینه وکړه او یاد سېسټم یې تدارکاتي چارو کې د روڼتیا رامنځته کولو په برخه کې یوه غوره وسیله وبلله او ترڅنګ یې پوهنې وزارت کې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پلي کولو په تړاو د همکارۍ ژمنه وکړه. د یادولو ده چې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د تطبیق په تړاو د ریاست الوزراء لوړ مقام لخوا منظور شوی یاددښت هم ټولو تدارکاتي ادارو ته لېږدول شوی ترڅو یادې ادارې له سېسټم څخه ګټه پورته کړي او د یاد سېسټم پلي کولو په برخه کې اړینه همکاري وکړي.

بیرته
...