۳۷ تدارکاتي ادارو ته د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم کې نویو پرمختګونو او بدلونونو په تړاو پوهاوی او روزنه ورکړل شوه

کابل: نن چهار شنبه د۱۴۰۳ کال د لیندۍ میاشتې په۲۸مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو تالار کې د ۳۷ تدارکاتي ادارو ۴۵ تنو کارکوونکو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم اړوند د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم کې د نویو پرمختګونو او رامنځته شویو بدلونونو په تړاو روزنه او عامه پوهاوی ورکړل شو. د غونډې په پیل کې د ملي تدارکاتو ریاست رئیس مولوي عبدالباقي منصور ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په تړاو مالومات ورکړل او له ټولو تدارکاتي ادارو څخه یې وغوښتل ترڅو د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم نوي پورټال کې خپل تدارکاتي پلانونه اضافه کړي. دې پروګرام کې د ملي تدارکاتو ریاست د تدارکاتي څار او ملي تدارکاتو کمېسیون د دارالانشاء مرستیال ښاغلي شېخ عبدالرحیم رحیمي هم وېنا وکړه او د برېښنايي تدارکاتو سېسټم کې نوي بدلونونه یې د عصري کېدلو پر لور یو ستر ګام یاد کړ او ټولو تدارکاتي ادارو څخه غوښتنه وکړه ترڅو د سېسټم پلي کولو کې بشپړه ونډه واخلي. په ناسته کې د مخابراتو او ټکنالوژي، مالیې، اطلاعاتو او فرهنګ، د اوبو او انرژي، پوهنې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د عدلیې، د بهرنیو چارو، ټرانسپورټ او هوايي چلن، لوړو زده کړو، د ارشاد، حج او اوقافو، د ټولګټو، د قتصاد، دکانونو او پټرولیم،صنعت او سوداګرۍ، کورنیو چارو، ملي دفاع، امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو، د ښار او کور جوړولو، د شهیدانو او معلولینو چارو،د کار او ټولنیزو چارو، د کلیو پراختیا او بیارغاونې، او سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو، د ریاست الوزراء د ساتنې لوی ریاست، د ریاست الوزراء د دفتر ریاست، علومو اکاډمي، د چارو ادارې لوی ریاست، د استخباراتو لوی ریاست، د زندانونو چارو د سمون ادارې، د احصایې او مالوماتو ملي ادارې، د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست،د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د چارو ادارې لوی ریاست، د سټنډرډ ملي ادارې،د کابل ښاروالي،‌‌طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې او ملي تلویزیون په ګډون د ۳۷ تدارکاتي ادارو ۴۵ تنو کارکوونکو ګډون کړی و. د پروګرام په جریان کې ټولو ګډونوالو ته سېسټم کې د نویو بدلولونو په تړاو عملي روزنه او پرېزنټېشن ورکړل شو. د پروګرام په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته د ډاډ وړ ځوابونه ورکړل شول او د تدارکاتي ادارو مسئولینو د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم کې رامنځته شویو بدلونونو ستاینه وکړه او سېسټم کې په عملي بڼه د پلانونو اضافه کولو څخه یې د ملي تدارکاتو ریاست ته ډاډ ورکړ او د لا زیاتې همکارۍ ژمنې یې وکړې.

بیرته
...