د ۲۲ امارتي شرکتونو او تدارکاتي ادارو۳۰ کارکوونکو ته د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم اړوند نوې نسخې په تړاو پوهاوی او روزنه ورکړل شوه

کابل: نن دوشنبه د۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې په لومړۍ نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو تالار کې د ۲۲ امارتي شرکتونو او تدارکاتي ادارو ۳۰ تنو کارکوونکو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم اړوند د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم د نوې نسخې، پرمختګونو او رامنځته شویو بدلونونو په تړاو روزنه او عامه پوهاوی ورکړل شو. د غونډې په پیل کې د ملي تدارکاتو ریاست د تدارکاتي څار او ملي تدارکاتو کمېسیون د دارالانشاء مرستیال ښاغلي شېخ عبدالرحیم رحیمي ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې؛ د برېښنايي تدارکاتو سېسټم کې نوي بدلونونه د عصري کېدلو پر لور یو ستر ګام یاد کړ. ښاغلي رحیمي څرګنده کړه چې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم رامنځته کول او ګټه ترې اخیستل د وخت اړتیا ده او ټولو امارتي شرکتونو او تدارکاتي ادارو څخه یې وغوښتل چې راتلوونکي کې د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم نوې نسخې کې خپل تدارکاتي پلانونه اضافه کړي. په دې مخامخ ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو، عامې روغتیا، د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو، د کانونو او پټرولیم او عدلیې وزارتونو، ، د ازموینو ملي ادارې او د هوټلونو امارتي شرکت، د مصئونو سندونو د طبعې امارتي شرکت، د ملي بس شرکت، افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت، د پوهنې مطبعې ریاست، د افغان پوسټ امارتي شرکت، د افغان ټور امارتي شرکت، د افسوټر شرکت، د آریانا افغان هوایي شرکت، د ارزاقو امارتي شرکت، د صکوکو د مطبعې امارتي شرکت، د مرکزي سیلو امارتي شرکت، د افغانستان د سون توکو او ګازو امارتي شرکت، د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د کوډ او برېښنا د تولید امارتي شرکت او د افغان نساجي امارتي شرکت په ګډون د ۲۲ امارتي شرکتونو او تدارکاتي ادارو ۳۰ تنو کارکوونکو ګډون کړی و. د پروګرام په جریان کې ټولو ګډونوالو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د لیدلوري او د دې سېسټم اړوند تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم کې د نویو بدلولونو په تړاو عملي روزنه او تفصیلي پرېزنټېشن ورکړل شو او ترې وغوښتل شول چې راتلوونکي کې خپل تدارکاتي پلانونه د نوې نسخې سره سم پرمخ بوزي. په ناسته کې راتلوونکي لپاره د سېسټم په تړاو د مخکې تګ د څرنګوالي په هکله هم هر اړخیز مالومات شریک شول. د یادولو ده چې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم کې د امارتي شرکتونو پروژو پلانونو او خبرتیاوو خپرول به د روڼتیا او حساب ورکولو لپاره لار هواره کړي او له دې سره به ټول کورني او بهرني شرکتونه وکولی شي د امارتي شرکتونو اړوندو پروژو سندونو ته په اسانۍ سره لاسرسی پیدا کړي او داوطلبیو کې به د شرکتونو د ګډون کچه لا زیاته شي. د پروګرام په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته د ډاډ وړ ځوابونه ورکړل شول او د تدارکاتي ادارو او امارتي شرکتونو مسئولینو د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم کې رامنځته شویو بدلونونو ستاینه وکړه او سېسټم کې په عملي بڼه د پلانونو اضافه کولو څخه یې د ملي تدارکاتو ریاست ته ډاډ ورکړ او د لا زیاتې همکارۍ ژمنې یې وکړې.

بیرته
...