د خصوصي سکتور ۵۰ تنو استازو تدارکاتي فرصتونو ته د لاسرسي آنلاین پروګرام کې ګډون وکړ او په عملي بڼه ورته سېسټم څخه د ګټې اخیستنې په تړاو مالومات ورکړل شول

کابل: نن یکشنبه د ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې ۷مه‎ نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د تدارکاتي څار او ملي تدارکاتو کمېسیون د دارالانشاء معاونیت د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت د خصوصي سکټور مسئولینو لخوا؛ د خصوصي سکتور شاوخوا ۵۰ تنو قراردادي شرکتونو او داوطلبانو ته؛د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په وسیله؛ تدارکاتي فرصتونو ته د لاسرسي پرلیکه پروګرام پرلاره اچول شوی و. دې آنلاین غونډه کې د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ یادو شرکتونو سره د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) اړوند شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم څخه د بشپړې ګټې اخستنې د څرنګوالي په تړاو تفصیلي مالومات شریک شول. غونډه کې ګډونوالو ته د شرکتونو د ثبتولو او عرضه کوونکي تدارکاتي پېژندنې شمېرې (vPIN) ترلاسه کولو او تدارکاتي فرصتونو په تړاو پرېزنټېشن او د شرکتونو د ثبت د لارښوونې ویډیو شریکه شوه او همداراز په عملي بڼه ورته سېسټم څخه د ګټې اخیستلو په تړاو روزنه او عامه پوهاوی ورکړل شو. په ناسته کې له خصوصي سکتور څخه وغوښتل شول ترڅو یاد سېسټم کې خپل شرکتونه ثبت کړي؛ چې په اسانۍ سره د هېواد د تدارکاتي ادارو اړوند پروژو خبرتیاوو او داوطلبۍ سندونو ته آسانه لاسرسی پیدا کړي. د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) هغه ګټې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترې استفاده وکړي.

بیرته
...