د برېښنايي تدارکاتو سېسټم اړوند تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم نوې نسخه ګټې اخیستلو ته وسپارل شوه
کابل: نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې په ۱۰مه نېټه د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت مسئولینو لخوا د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم اړوند د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم نوې نسخه ګټې اخیستلو ته وسپارله. د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم نوې نسخه چې د پخوا په پرتله پکې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوي؛ تدارکاتي ادارې او امارتي شرکتونه مکلف دي چې د نوې نسخې سره سم د خپلو ادارو تدارکاتي پلانونه او پروژو په تړاو په یاد سېسټم کې اضافه کړي. د یادولو ده چې د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم اړوند د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم نوې نسخه کې د پلانونو اضافه کولو د څرنګوالي په تړاو ټولو تدارکاتي ادارو او امارتي شرکتونو ته روزنې او عامه پوهاوی ورکړل شوی او په عملي بڼه ورته ښودل شوي چې تدارکاتي ادارې او امارتي شرکتونه څنګه کولی شي له یادې نسخې څخه ګټه پورته کړي. د تدارکاتي پلان مدیریت سېسټم د برېښنايي تدارکاتو سېسټم یو له هغو ماډیولونو څخه دی چې ټولې تدارکاتي ادارې او امارتي شرکتونه مکلف دي چې د خپلو تدارکاتي پلانونو او پروژو په تړاو پکې مالومات اضافه کړي ترڅو د سېسټم ټول ونډه وال وکولی شي د یادو ادارو له تدارکاتي پلانونو څخه اګاه شي او راتلوونکي کې ورڅخه د ګټې اخیستلو په موخه چمتو والی ونیسي. تدارکاتي چارو کې روڼتیا، حساب ورکول، تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د وخت او پیسو سپما ترڅنګ تدارکاتي ادارو لپاره تدارکاتي پړاوونو کې اسانتیا رامنځته کولو سربېره قراردادونو او پروژو له پرمختګ څخه د خلکو څارنه؛ د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم له مهمو موخو څخه دي.

